دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 172657
حکومت له ایران څخه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي
اجراییه ریاست د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرو په غبرګون کې ویلي، د امریکا او ایران په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.


وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له تازه هلو ځلو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان او سیمه کې نورې موخې لري او د سولې په برخه کې جدي نه ده.

اجراییه ریاست وایي، جګړه د حل لاره نه ده او افغان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.
https://avapress.com/vdcdkx0f5yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته