دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 181036
د وتلو لپاره هڅو څخه تر بریالیتوب اعلام پوری

 
امریکایی ارشد سناتوران د یو لایحه په ارائه کولو سره د افغانستان جګړی پای ته رسولو او راتلونکې کال پوری هیواد څخه امریکایی ځواکونو وتلو غوښتونکې شو.
رند پل او تام یودول، سه شنبه په ورځ امریکا کنګره ته یو لایحه ارائه کړ چی مقصد یی افغانستان کې جګړی پای ته رسول او بریالیتوب اعلام دی.
رند پل؛ امریکایی جمهوری خواه سناتورانو څخه اعلام کړی: ارزښت لری چی پوه شو څه وخت خبل بریالیتوب اعلام کړو او څه وخت د جګړی څخه خارج شو. په دی باور یم چی هغه وخت اصلی نیټه مخکې تیر شوی دی.
تام اودال؛ امریکایی دموکرات سناتور هم وویل: په دی باور یم چی القاعده چی ددی حملی اصلی مقصد په ۲۰۰۱ کې وو، اوس د دوو لسیزو وروسته نور افغانستان کط شتون نه لری او ډیر وخت د اسامه بن لادن د مرګ څخه تیریږی؟
په دی لایحه کې د افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو وتلو لپاره یو کال وخت ټاکل شوی دی او طرحی کابل دولت ته مسؤولیت ورکولو لپاره باید ۴۵ ورځو کې آماده شی.
ددی طرحی نهایی کیدو لپاره باید ډیر مراحل ترسره شی چی یو مهم مرحله یی د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې جاری پروسه ده.
په دی حال کې، کارپوهان وایی چی امریکا افغانستان څخه د وتلو لپاره عزتمندانه لارو په لټه کې دی. مخکې له دی هم ځینی امریکایی تحقیقاتی موسساتو او پخوانۍ دیپلماتان اذعان کړی وو چی امریکا او طالبانو ترمنځ سولې جاری پروسه، یو مهم او اساسی مقصد لری او هغه، د افغانستان څخه وتلو لپاره یو لاری لټول دی؛ هغه لاره چی عزتمندانه وی چی امریکا پخوانۍ شوروی موقعیت کې قرار ورنه کړی او افغانستان کې امریکایی ځواکونو ۱۸ کالو نظامی ماموریت کې ماتې او حمل په معنی نه شی.
بناپردی، د امریکا یو مهم مقصدونو څخه دادی چی د افغانستان څخه وتلو لپاره طالبانو سره باید داسی پریکړه کړی چی امریکا بریالیتوب ادعا سره افغانستان جګړه کې، خپل نظامی ماموریت پای ته ورسوی او له بل لوری، طالبان هم د امریکا جګړی مقابل لوری په حیث هم د امریکایانو وتل د هغوی ماته ونه منی او کابل ته د جګړی یو فاتح ډلې په شان وارد نه شی.
داچی په نهایت کې، دا هدف به کوم برخلیک ترلاسه کړی هغه موضوع ده چی امریکا او طالبانو ترمنځ جاری مذاکراتو پوری اړه لری؛ خو د صاحب نظرانو په باور، حقیقت دادی چی امریکا د امریکا ترټولو اوږدمهاله تاریخی جګړی څخه وتلو په لټه دی ترڅو کال کې ۵۰ میلیارد دالره لګښت ته پای ټکې ورکړی.
د منتقدانو په باور، شوروی هم د افغانستان څخه ونه تښتیده؛ بلکه کابل باندی مسلط کمونیستی دولت سره توافق کولو سره، افغانستان خاوره پریښوده او شوروی ځواکونو وتلو وروسته هم کمونیستی دولت ژیر سقوط ونه کړ او خپل کار ته دری کاله ادامه ورکړه. په دی حال کې، نه په هغه زمان کې او نه هم نن، هیڅوک شوروی د افغانستان جګړی بریالی نه بولی؛ حتی هغه وخت څخه راولاړ بحران او مصایب او فجایع شوروی نظامی دخالت او کمونیستی رژیم استقرار باندی ارزوی.
په دی اساس پوهان وایی چی لیری خبره ده چی په داسی کولو سره امریکا وکولای شی افغانستان جګړه کې شوروی څخه ښه برخلیک ترلاسه کړی.
ددی موضوع پوهیدل د تحلیلګرانو په باور ډیر ساده دی. امریکا د طالبانو رژیم ساقط کولو او بین المللی تروریزم سره مبارزی لپاره، افغانستان باندی نظامی برید وکړ. ۱۸ کال پاته شوه؛ خو په داسی حال کې چی افغانستان د نور وخت څخه نور هم د ۲۰ بین المللی تروریستی دلو لانه ګرځیدلی دی او طالبان هم د هیواد خاوری پراخ برخه کنترولوی، غواړی هغه ډلې سره سوله وکړی او د هغه ډلې سره خط قبلولو یعنی افغانستان څخه امریکایی نظامیانو وتلو سره هم موافقت وکړی.
دا پیښه ماتې نه بغیر هیڅ بل معنی نه لری او امریکا مجبور دی چی تبعات یی قبول کړی او د شوروی په شان برخلیک لپاره انتظار وکاږی.
 
https://avapress.com/vdcexz8zpjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته