د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون نن سهار د خپلو رايو په کارولو سره د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون وکړ.
په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په اړه ولسمشر غني وویل، چې جناب استاد دانش، انجنیر صاحب محمدخان او بېګ صاحب مصروف دي چې د غزني د ولس د انتخاباتو تاریخ په مشوره ترتیب کړي تر څو دې ستر ولایت د افغانستان کې چې د اسلامي تمدن کور دی او همېشه یې قهرمانان زېږولي دي د انتخاباتو تاریخ برابر شي.
ولسمشر غني همدارنګه وویل، چې د انتخاباتو کمېسیون ټول ترتیب نیولی چې کندهار کې به ټاکنې راتلونکې اونۍ وي، ځکه کندهار باندې لوی غم راغی او ټول افغانستان دا خپل غم ګڼي.
د ولسي جرګې ټاکنو لپاره شاخوا ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي دي او د رای اچونې لپاره ۸٫۸ میلیون کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.
بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د رایو ورکولو مرکزونه به د مازدیګر تر۴ بجې پرانیستې و
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)