دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 172902
په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ شاوخوا لس کسان وژل شوي او اتیا نور ټپيان دي.

په لغمان، کونړ او ننګرهار کې د شنبې د ورځې ټاکنې له ننګونو سره مل وې.
له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند محمد ظفرمبارز وايي، د ټاکنو پېچلی بهیر، امنیتي اندېښنو، د ټاکنو د مامورینو کم پوهاوي او په ښځینه محلونو کې پيکه څار ټاکنې ټکنۍ کړې وې.
په ننګرهار کې له ۳۹۴ مرکزونو څخه په ۲۲ مرکزونو کې، چې ۷۷ محلونو په کې ول؛ ټاکنې ونه شوې.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وایي، د ټاکنو پر ورځ  په ننګرهار کې ۱۵ امنیتي پېښې رامنځته شوې وې، چې په کې ۴ کسان وژل شوي او ۴۴ ټپیان ول.
په درې نور، مومندره او بهسودو کې د نوماندانو ترمنځ اخ و ډب او ټاکنیزې جدي سرغړونې رامنځته شوي.
په ننګرهار کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر شکیب کامجو وایي، د ټولو ټاکنیزو سرغړونو په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي او ۶۰۰ شکایتونه ثبت دي.
د لغمان په مهترلام  او دولت شاه ولسوالۍ کې هم د ټاکنو پر ورځ لس مرکزونه تړل شوي وه.
د یکشنبې پر ورځ په دوه مرکزونو کې ټاکنې وشوې؛ خو اته نور تړلي وه.
د لغمان والي محمدآصف ننګ وایي، په لغمان کې د ټاکنو پر ورځ ۲۹ امنیتي پېښې شوي، چې په کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، په کونړ کې ۱۰۹ مرکزونه ټول خلاص ول او په امنیتي پېښو کې  درې کسان وژل شوي او لس ټپيان دي.
کونړ هم د ټاکنیز بهیر له ناوخته پیلیدو، د ځينو نوماندانو ناسمې مداخلې، په نوملړ کې د ځينو کسانو د نوم نشتون، په ځینو محلونو کې د رای اچوونکیو د نوملړ نشتوالي، د بایو متریک سیستم پر کارولو او د مامورینو له کم پوهاوي شکایتونه شوي.
د لغمان په ۲۵ او د ننګرهار په ۷۷ محلونو کې د امنیتي ستونزو له کبله رای اچونه نه ده شوې.
د کمیسیون د تخنیکي او امنیتي ستونزو له کبله په ټاکنو کې د ګډون کچه کمه وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzx9qxak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته