دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 173088
د کندهار پیښې په تړاو د وروستیو منفی تبلیغاتو په اړه حنیف اتمر غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د کندهار د خونړی پېښې په تړاو د وروستیو منفي تبلیغاتو په اړه غبرګون وښود.

ښاغلي اتمر په یوه بیان کې ویلي چې ”که څه هم د افغانستان د خلکو دښمنانو د دې ناوړه پېښې پړه پرغاړه اخېستې او د افغانستان د خلکو له سراسري کرکې سره مخ شوي دي، خو له دې سره بیا هم یو شمېر بهرنۍ کړۍ، کوښښ کوي، چې له بې ځایه تورونو او تبلیغاتو سره، د خلکو فکرونه د پېښې له اصلي ژورتیا څخه بل لوري ته واړوي. دوی غواړي وښیي، چې ګویا دا عمل د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري ترسره شوی دی، چې له بده مرغه د غم او یووالي په دې حساسو شیبو کې، دا زموږ د ملت پر ژور ټپ باندې یو بل ګوزار بلل کېږي. “
د ښاغلي اتمر په وینا ”زموږ د اتل شهید جنرال عبدالرازق شهیدول، د افغانستان د دښمنانو لپاره هغه موخه وه، چې له ډېرې مودې یې تعقیبوله. له تېرو اوولسو کالونو راپدېخوا چې د حکومت پر مختلفو دندو مې کار کاوه، په یاد مې دي، چې پر شهید رازق شل ځلې دښمن د ناکامه ترور هڅې وکړې او په یوه وروستۍ هڅه کې یې، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د کندهار ولایت په مقر یانې همدې ځای کې واقع شوه او په هغه کې زموږ د هېواد یو شمېر چارواکي او د یوه دوست هېواد ډيپلومان شهیدان شول هم، موخه یې د جنرال عبدالرازق شهیدول وو، چې شهید رازق ترې هغه مهال له نېکه مرغه ژوندی ووت. تر هغه پېښې وروسته هم، د هېواد دښمنانو او بهرنیو کړیو هڅه وکړه، چې د یادې پېښې پړه پر شهید رازق ور واړوي. خو نه هغه مهال د دوی منفي تبلیغ ځای ونیولو او نه به یي اوس ونیسي. “
د ملي امنیت پخواني سلاکار د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتي چې د پېښې په اړه دې عاجلې او بشپړې پلټنې ترسره او پایلې دې یې په شفافه توګه له ملت سره شریکې کړي او د موضوع اهمیت او د پېښې ژوروالي ته په کتو، له حکومتي چوکاټه بهر معتبر ملي شخصیتونه دې هم، د پلټنو په پروسه کې حضور ولري.
هغه زیاته کړه ”د لوی کندهار له سرلوړو او باشهامته خلکو څخه په خورا درنښت هیله کوم، چې د دښمن تبلیغاتو ته دې ارزښت نه ورکوي او له اړوندو ادارو سره دې د پلټنو پرمهال همکاري وکړي. “
ښاغلي اتمر وایي په داسې حال چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې، له خپلو نړېوالو ملګرو په ځانګړې توګه، د غوڅ ملاتړ ځواکونو د همکارۍ منندوی دي، هیله لري، چې نړېوال ملګري له افغانونو سره د سولې او ثبات په ټینګولو او د خلکو د مال او ځان د ساتلو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcc41qs42bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته