دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 162913
حنیف اتمر په مشرۍ حکومت او رسنیو مشترکې کمیټې بیړنۍ ناسته
افغانستان ملی امنیت مشر په مشری سې شنبې شپه ناوخته د وروستیو پيښو له امله رسنیو او حکومت مشترکې کمیټې بیړنۍ ناسته ترسره کړه.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په غونډه کې د رسنیو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړو او د حکومت په استازیتوب د اړوندو امنیتي او کشفي ادارو لوړ پوړ مقاماتو برخه اخیستې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د فدارسیون په استازیتوب ښاغلي فهیم دشتی د پیل خبرې وکړې او د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو په استازیتوب یې خپل وړاندیزونه، غوښتنې او اندیښنې دملي امنیت سلاکار ته وړاندې کړې. د فدارسیون او ګډې کمیټې غړو د رسنیو او ژورنالیستانو د امنیت د تامین، خوندیتوب، په ترهګریزو پیښو کې د قرباني شویو خبریالانو له کورنیو سره د دومداره مرستو په خاص ډول د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ.
د ملي شورا د دفتر له مخې، ښاغلي اتمر، د فدراسیون د استازو غوښتنې او وړاندیزونه پر ځای و بلل او اړوندو ارګانونو ته یې دنده وسپارله، چې د ژورنالیستانو د امنیت د تامین او خوندیتوب له پاره فوري او جدي اقدمات وکړي. ښاغلي اتمر د شهیدو ژورنالیستانو له کورنیو سره د دومداره مرستو او همکاریو په موخه د یوې طرحې او میکانیزم د جوړیدو لارښوونه وکړه.
هغه وویل، چې د هغو ژورنالیستانو د اولادونو له پاره به د تحصلي بورسونو زمینه برابره کړي د بیان د ازادۍ په لاره کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان د ۹ خبریالانو په ګډون ووژل شول او سلګونه نور ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdchzinzx23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته