دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 173346
خوست ولایت کې ۶۳ ښوونځیو لپاره ودانیو جوړولو کار پیل شو
په خوست کې د ۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.

د خوست والي حکم خان حبیبي په دې اړه رسنیو ته وویل، د ښوونځیو د جوړولو بهیر يې په سمبولیکه بڼه له ګربزو ولسوالۍ ځکه پیل کړ چې دا د سولې ولسوالي ده.
ده زیاته کړه، په دې پروژو کې د ښوونځیو لپاره ۶۳ ودانۍ دي چې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پاتې ۱۱ یې هغه ښوونځي دي چې پراختیا ته يې اړتیا درلوده او یا د ځینو ښوونځیو کارونه مخکې نیمګړي پاتې وو.
والي هیله څرګنده کړه چې د دې ښوونځیو د ودانیو په جوړولو سره به په یاد ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت ستونزه څه نا څه کمه شي.
بل لوري ته د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت چارواکي وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به یاد وزارت د خوست ۲۱۹ ښوونځيو ته چې وداني نه لري، ټولو ته به د ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړې کړي.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د خوست ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې ډېری يې په کلیوالي او لېرې پرتو سیمو کې دي.
https://avapress.com/vdcjxtevmuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته