دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 173415
د کابل په زړه کې اور رامنځته کیدنه؛ په سلهاوو دکانونه وسوځیده
کابل پولیس ویلی دی چی یو لوی فروشګاه د کابل په زړه کې اور نیولی دی او امنیتی چارواکو په وینا اور د نادرپشتون به جاده کې، ښار دوهمه ناحیه د ۱۲ ساعتونو ( ماښام ۶ بجو څخه تر سهار ۶ بجو ) پوری ادامه پیدا کړی چی په سلهاوو نور دکانونه یی سوځولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، آذرخش حافظی؛ افغانستان تجارت او صنایع اتاقونو خارجی اړیکو مسؤول وویل چی دا اور رامنځته کیدنه دکانونو و صاحبانو ته په میلیونو دالر زیان اړولی دی.
کابل پولیس ویلی دی چی اور بیرته مړه شوی ده.
د اور رامنځته کیدو دقیق سیمې په اړه اختلاف نظر شتون لری. ټولنیز شبکو کاربران وایی چی اوررامنځته کیدنه د صدیق عمر او خیرخواه فروشګاه څخه شروع شوی او پراختیا موندلی دی؛ خو ۱۱۹ پولیس وایی چی اور رامنځته کیدنه په اتفاق مارکیت کې رامنځته شوی دی.
ښاغلی حافظی هم وایی چی اور رامنځته کیدنه د خیرخواه مارکیت څخه شروع شوی او په پراختیا سره یی نږدی ۳۰۰ دکانونه اور اخیستی دی.
دا ډیر فروشګاوی څو کلنۍ قدامت لری او ایمنی تدابیر بالخصوص اور رامنځته کیدو څخه مخنیوی لپاره پ کې صورت نه دی نیولی.
ښاغلی حافظی هم وایی اطفائیه پر وخت سیمی ته ونه رسید. سمه لاره د اطفائیه رسیدو لپاره شتون نه لری ترڅو اور فوری مهار کړی.
که دا فروشګاوی صحیح او مناسب لاری درلودای نو اور به په ساعتونو ساعتونو دوام نه وای کړی.
پولیس ویلی دی چی پیښی کې مستقر شوی دی ترڅو خلګو اموالو غلا څخه مخنیوی وکړی.
 
https://avapress.com/vdcgqw9qnak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته