دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 173510
د خاص روزګان ولسوالۍ د شخړې په اړه پلاوی وټاکل شو
د هېواد د ولسمشر په حکم د روزګان ولایت د خاص روزګان د شخړې او خونړیو پېښو د څېړلو او حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ولسمشرۍ په روزګان ولایت کې شخړو ته قومي بڼه ورپه برخه کړې او د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ یې په دې ولایت کې د روانو شخړو د حل او څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د ولسي جرګې غړی محمد اکبري، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار عید محمد احمدي، په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکاران مولوي محمد جوره طاهري او مولوي محی الدین بلوڅ، د شخړو د حل او له خلکو سره په اړیکو کې د ولسمشر سلاکار مولوي سید رحمان حقاني پشه یي، د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو صلاحیت لرونکي استازي، د ملي امنیت د عمومي ریاست صلاحیت لرونکی استازی، د لویې څارنوالۍ صلاحیت لرونکی استازی، د امنیت او دفاع ریاست استازی، د سیمه ییزو ارګانونو او د ولسمشرۍ د چارو ادارې استازي برخه لري.

د ولسمشر په دغه حکم کې راغلي، چې پلاوی به د رامنځته شوې شخړې جرړې څېړي او څرنګوالي به یې په ګوته او د حل لار به ورته مومي. وروسته به د خپلو موندنو ګزارښ له خپلې طرحې سره یو ځای ولسمشرۍ ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو له یوې اوونۍ راپدیخوا د دغه ولایت د خاص روزګان پر حسیني او کندلان سیمو بریدونه کړي او څرګندوي، چې د یوه سیمه ییز قومندان عبدالحکیم شجاعي نومي تر قومندې لاندې د هغه له افرادو سره یې جګړه روانه ده.
د دغو وسلوالو بریدونو د غندلو تر څنګ د ولسمشر دوه یم مرستیال درې ورځې وړاندې امنیتي او حکومتي بنسټونه تر نیوکو لاندې ونیول او د اړوند سیمې له خلکو یې وغوښتل، چې د بریدګرو په وړاندې ودریږي، په میړانه خپله دفاع وکړي او ورته تسلیم نشي.
ویل کیږي، چې د روانو نښتو او شخړو په بهیر کې نږدې ۵۰ ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې او له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ له اړوند سیمو څخه د غزني مالستان ولسوالۍ ته کډه شوې دي، چې بیړنیو مرستو، خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs1qsx2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته