دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 173967
د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه ۵ تنه وژلي
د ترکیې ساحلي ګارډ وایي چې د دې هېواد په لویدیځ سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې چې ۱۴ افغانان او یو ایرانی په‎کې سپاره وو، د درې ماشومانو په ګډون پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ساحلي ګارډ په وینا په‎دغه پېښه کې چې پرون دوشنبه وشوه پنځه تنه نور تري تم دي.
په ورکو شوېو پسې د لټون عملیات دوام لري.
درې تنه د سیمې کب نیونکو د کوچینو کشتیو په ذریعه ژغورلي او دوه تنه هم توانیدلي چې ځانونه له اوبو را وباسي.
اروپا ته له ترکیې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هغه پراخ بهیر په ترڅ کې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال پیل شوی و، له یو میلیون زیات کډوال اروپا ته لاړل.
د افغانانو په ګډون ډېر دغه کډوال په منځني ختیځ او افریقا کې د جګړو او بې وزلۍ له امله تېښتې ته اړ شوي دي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdciqpazyt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته