دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 174235
د بدخشان پولیسو د ۲۸ کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله
د بدخشان ولایت پولیسو د څو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع رسنیو ته وویل، (۲۸) کیلو ګرامه هیروئین چې په یوه ټونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې له کشم ولسوالۍ د بدخشان ولایت شهر بزرګ ولسوالۍ ته قاچاق شي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي او په دې تور یې دوه کسان هم نیولي دي.
په دې وروستیو اوونیو کې د بدخشان ولایت له لارې ګاونډیو ولایتونو او له هېواده دباندې د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxknzm23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته