دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۸
د مطلب کود : 174244
د ناتو پر هوایي ملاتړ دغزني او روزګان په ګډون په ټول هېواد کې عملیات روان دي
د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د لوی درستیز په مشرۍ د ملي اردو ځمکني عملیات روان دي؛ د مالستان د لومان، زیرک او پاتو سیمې له طالبانو پاکې او د ناتو هوایي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

امنیتي مسوولین وايي، د غزني او روزګان تر څنګ په ننگرهار، کونړ، کندهار، هلمند، فاریاب، بغلان، سرپل، فراه او هرات ولایتونو کې هم عملیات روان دي، چې په دې لړ کې شاوخوا شپېته سلنه خلک بې کوره شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، د غزني په مالستان او جاغوري او د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالیو کې د ملي اردو عملیات پیل شوي او دغه ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوید وایي: په ټول هېواد کې په ځانګړي توګه د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې له طالبانو څخه د ناامنه سیمو د پاکولو ځمکني عملیات روان دي، چې د ځمکنیو عملیاتو مشري یې د پوځ لوی درستیز او هوایي بریدونه یې ناتو رهبري کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: په ټول افغانستان کې په ځانګړي توګه د ناامنه ولایتونو لپاره د ژمي د موسم پراخ عملیاتي پلان او پیل شوي دي.           
طبیعي پېښو ته د لاسرسۍ وزیر نجیب آقا فهیم وایي؛ وروستیو ناامنیو لس زره کورنۍ بې ځایه کړي، چې له پېنځه زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.
پوځي کارپوه محمد رادمنش وایي، د ناامنیو د پراختیا دلیل د ځواکونو ناسم اکمال او کمزوری مدیریت دی.
پخوانی پوځي اسدالله ندیم وایي: دا هر څه د ښاغلي غني او د هغه د امنیتي ډلې د ناسم سیاست ځېږنده دي.        
دوی له حکومت غواړي، چې د افغانستان د امنیت د خوندیتوب لپاره د امنیتي بنسټونو په مدیریت کې بدلون راولي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkknzk23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته