دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 174282
د انتخاباتو کمېسیون تر راتلونکو ۶ ورځو د انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلانوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به تر راتلونکو شپږو ورځو، ولسي جرګې ته د ۳۲ ولایتونو د بریالیو نوماندانو ابتدایي نوم‌لړ اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به تر راتلونکو شپږو ورځو، ولسي جرګې ته د ۳۲ ولایتونو د بریالیو نوماندانو ابتدایي نوم‌لړ اعلان کړي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:
"د همدې اوونۍ تر پایه به انشاءالله د بیا شمېرنې پروسه ختمه شي، تراوسه د دوه سوو مرکزونه رأیې بیا شمېرل شوي. زموړ نهایي هڅه همدا ده چې د ۳۲ ولایتونو د لومړیو انتخاباتو پایلې د قوس په دوهمه، د کابل د قوس په لسمه او نهایي پایلې به یو میاشت وروسته اعلان کړو."
ښاغلی سادات وایي، تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د بایو مټریک دستګاوو معلومات د اطلاعاتو بانک ته ور اضافه شوي دي او هڅه کوي چې د کابل ولایت د مرکزونو رأیې د بیا شمېرنې پروسه هم ختمه او ډیتابېس ته یې شامل کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و، سره له دې چې د رأیو بیا شمېرنه وخت نیسي، خو ممکن د لومړیو پایلو په اعلان اغېز وکړي.
د ولسي جرګې انتخاباتو کې د تقلب او لاسوهنې په تړاو تُند غبرګونونه راوپارېدل او همدا غبرګونونه د دې لامل شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رأیو د بیا شمېرنې پریکړې ته اړ شي.
اوس دا کمېسیون شپږ ورځې وخت لري چې د رأیو د بیا شمېرنې پروسه هم پای ته ورسوي.

 
https://avapress.com/vdcjoxev8uqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته