دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 174296
د انتخاباتو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلانوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکې لېندۍ میاشتې پر دوهمه له کابل پرته د نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلانوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات د یکشنبې په ورځ د«لړم پر۲۷مه» امریکا ږغ ته وویل دا چې د کابل ولایت رایې له سره شمېرل کېږي پایلې به یې د لېندۍ میاشتې پر لسمه نېټه اعلان شي.

سادات وویل: "دا چې د کابل رایې له سره شمېرل کېږي تر اوسه توانېدلي یو چې د کابل د ۲۷۰ محلونو رایې له سره وشمېرو ۷۰ټیمونو کار کاوه چې دغه ټمیونه به ۲۰۰ ته لوړ کړو."
ښاغلي سادات وویل، له بایومټریک څخه سرور ته د ۲۶ ولایتونو معلومات انتقال شوي چې یوازې د کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو د معلوماتو انتقال پاته دی چې د روانې اوونې تر پایه به بشپړ شي.
د ولسي جرګې انتخاباتو کې د درغلیو په تړاو غبرګونونه راوپارېدل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رایو د بیا شمېرنې له سره پیل کړې.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د مېزان میاشتې پر ۲۸مه تر سره شول.
تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې د یادو پارلماني انتخاباتو ابتدايي پایلې به د روانې قوس میاشتې پر نوولسمه اعلان کړي.

 
https://avapress.com/vdceoe8zpjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته