دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 174458
د خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزې اردو يو ټولی له روزنې فارغ او دندو ته ستانه شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزې اردو يو ټولی تر روزونې وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او يادې ولسوالۍ ته د خدمت په موخه ستانه شول.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د فراغت مراسم، چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې جوړ شوي و په کې قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان وزيري، د ښوونې او روزنې مدیر، د تعليمي کنډک قوماندان، يو شمېر افسرانو، د سيمه ييزې اردو سرتيرو او نورو ګډون کړی و.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ هغو ځوانان، چې دمخه يې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کړې وه په خپله خوښه د سيمه ييزې اردو په ليکو کې شامل شول.
نوموړي وويل، چې ياد ځوانان تر مسلکي او زده کړو او روزنې وروسته فارغ شول او په خوږياڼو ولسوالۍ کې به خپلو خلکو ته د خدمت او د خپلې سيمې د امنيت ساتلو په موخه په پوستو کې مجهز ځای پر ځای شي.
د قول اردو د ښوونې او روزنې مدير وويل، چې يادو ځوانانو ته د دولس اوونيو په ترڅ کې مسلکي زده کړې ورکړل شوي او د دې جوګه دي، چې په قوي عزم سره د خپلې سیمې امنيت وساتي.
د سيمه ييزو اردو څو تنو سرتيرو په خپلو خبرو کې منسوبينو او ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پخوانيو تجربو او نوې روزنې پر اساس فکراً او جسماً چمتو دي، چې د خپلې سيمې امنيت وساتي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcene8zvjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته