دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 174837
ګلوبل پارټنرشیپ د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
د ګلوبل پارټنرشیپ (Global Partnership for Education) په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستې په لړ کې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د د ګلوبل پارټنرشیب سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په خاصه توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینه برابرولو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کېږي.
د ګلوبل پارټنرشیپ په وینا، له دغو پیسو څخه په ګټه به د افغاستان په هغو سیمو کې یې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شي چې د رامنځته شوي پرمختګ څخه شاته پاتې شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmjdyew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته