دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 174895
جمهور رئیس غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس په څنډه کې تیره ماښام په خپل استوګنځی کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي همکاریو او اړیکو د لا پراختیا، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو او ټاکنو په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو جامع پلان به سبا د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې اعلان کړي. هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د هیوادونو همکاري مهمه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیرد افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه،  هیواد یې تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر همکارۍ څخه په مننې وویل، د افغانستان او ایران همکاري او ښه مناسبات د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره ګټور دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhxeviuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته