دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۲
د مطلب کود : 176234
مالیې وزارت د کابینې په غونډه کې: ۹۱ سلنه انکشافي بودجه مصرف شوې ده
د روان کال د لېندۍ تر ۲۶ نېټې پورې د۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه ۱۲۴،۳۵۵ میلیارد افغانۍ مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف او د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې  په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د دې وزارت د پالیسۍ معینې د اقتصادي ودې د ستراتېژۍ تطبیقي پلان او د افغانستان د سولې ملي چوکاټ تر چتر لاندې د جنیوا کنفرانس د متقابل  حساب ورکولو چوکاټ غونډې ته وړاندې کړ.
غونډې د مالیې وزارت د راپور ورکولومننه وکړه او جنیوا کنفرانس څخه وروسته یې د افغانستان د سولې او پرمختګ ملي چوکاټ د تحقق طرحه تائید کړه، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړې چې د مالیې وزارت په همکارۍ د جنیوا کنفرانس متقابل حساب ورکولو چوکاټ د اجرا په موخه د وړاندې شوي مهالوېش مطابق اقدام وکړي.
وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د ګمرکاتو معین د دې وزارت د۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو د وضعیت راپور غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، مالیې وزارت د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ تر ۲۶ نېټې توانېدلی ۱۸۳،۰۳ملیارد افغانۍ د دولت خزانې ته ورزیاتې کړي چې د ۱۳۹۶ مالي کال په پرتله اته سلنه او د پیسو بین المللي صندوق ټاکلي هدف ته په پام اووه سلنه زیاتوالی ښیي.
دوی د۱۳۹۷ مالي کال د دریمې ربعې په پرتله د څلورمې ربعې د عوایدو ۲۸ سلنه زیاتوالي او هغو مثبتو لاسته راوړنو یادونه وکړه چې د عوایدو د هدف د تحقق لامل  شوي. دغه راز یې د عوایدو د زیاتوالي پر وړاندې د شته ننګونو د وړاندې کولو ترڅنګ د هغو د رفع کولو لپاره خپل اصلاحي وړاندېزونه هم وکړل.
د کابینې غونډې د۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو د راټولولو په اړه د مالیې وزارت د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ د دې وزارت راپور او  وړاندېزونه تائید کړل، اړوند وزارتونه او ادارې یې موظفې کړې چې د عوایدو د زیاتولو پر وړاندې د موجوده ننګونو د رفع کولو په خاطر هراړخیز اقدامات وکړي او د مالیې وزارت په همکارۍ دې د عوایدو واضح پلان ترتیب کړي.
وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د دې وزارت مالي معین د۱۳۹۷ مالي کال د بودجې د مصرف راپور غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، د روان کال د لېندۍ تر ۲۶ نېټې پورې د۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه ۱۲۴،۳۵۵ میلیارد افغانۍ مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف او د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
د مالیې وزارت مالي معین وویل، ۱۹ دولتي بنسټونو خپله انکشافي بودجه تر ۹۰ سلنې زیاته مصرف کړې چې د مصرف شوې انکشافي بودجې سطحې ته په پام فوایدعامې او کلیو پراختیا وزارتونه، د افغانستان برېښنا شرکت، عامې روغتیا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه د انکشافي بودجې د مصرف له نظره په لوړه سطحه کې قرار لري.
نوموړي دغه راز د ۱۳۹۸ مالي کال (د ټاکنو کال) لپاره د ۲۰۱۴ کال په څېر د مالي بحران د مخنیوي په خاطر هم غونډې ته وړاندېزونه وکړل.
د کابینې غونډې د بودجې په مصرفولو کې د وزارتونو او دولتي ادارو کړنو څخه په مننې، د انکشافي بودجې مصرف کې زیاتوالی په دولتي ادارو کې د کیفي بدلون او د اصلاحاتو ښودونکی وباله. او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د ۱۳۹۷ کال د بودجې پر بنسټ د ۱۳۹۸ مالي کال د پیل لپاره د بودجې د اجراء په برخه کې اقدامات وکړي او د کابینې غونډو ته  دې د بودجې د مصرف له مخې د میاشتنۍ بودجې د مصرف پر بنسټ د غوره او ضعیفو ادارو راپور وړاندې کړي.
ورپسې، د مالیې وزارت سرپرست او د دغه وزارت د مالي او لوی اقتصاد د پالیسۍ عمومي رئیس د ملکي کارکونکو د معاشونو د مدیریت پالیسي غونډې ته وړاندې کړه. دغه پالیسي به د معاشونو زیاتوالی د کارکونکو د وړتیاو او تخصص له مخې تنظیم کړي چې د دغې طرحې مطابق د رتبو جوړښت  او معاش به د معاشونو واحد د ملا د تیر په توګه د ملکي کارکوونکو ټولو بستونو د طبقه بندۍ لپاره ادامه ومومي.
همداراز، ددغې پالیسۍ له مخې  د معاشونو د ورکړې موازي جوړښتونه د کدري معاشونو د ایجاد په لړۍ په تدریجي ډول له منځه تللي او امتیازات به په منطقي ډول توزیع شي او کدري امتیازونه به تخنیکي او مسلکي ډلو، د وړتیاو امتیازات غیر تخنیکي او مسلکي کارکوونکو او غیرمشروط زیاتوالی د ټیټې کچې کارکوونکو لپاره په پام کې نیول شوی چې د دغې طرحې په تطبیقولو سره په دندو کې هېڅ ډول تنقیص نه دی راغلی او د کارکوونکو حقیقي معاش په دندو کې د وړتیاوکمښت سره کمېږي.
د کابینې غونډې یاده پالیسي په پرنسیب کې تائید او د مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې دغه پالیسي د کابینې د غړو په مشوره تصحیح او د عمل پلان یې ترتیب کړي.
په همدې ترتیب، د مالیې وزارت سرپرست او د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین د سولې نسوان خصوصي لېسې لپاره د ځمکې اجاره کولو د څرنګوالي راپور  غونډې ته وړاندې او پیشنهاد یې وکړ چې په پام کې نیول شوې ځمکه دې د پوهنې وزارت له خوا یاد ښوونځي ته په اجاره ورکړل شي چې د کابینې لخوا تصویب شوه.
په پای کې، د عدلیې وزیر د شپنیو لوړو زده کړو د پنځلسمې مادې د مجددتعدیل طرحه چې د شپنیو لوړو زده کړو د برنامو د مخارجو او مصارفو د تمویل لپاره ترتیب شوې ده، غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.
 
FacebookTwitterGoogle+
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipqaz5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته