دخپریدو نیټه :شنبه ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 176366
غزني کې د دولت ۳۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان شوي دي
یاد عملیات پرون شپه او تیره ورځ سهار د اندړو ولسوالۍ په میري، مدد، کمال خیل او علیزي سیمو کې ترسره شوي دي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د افغان کومانډو او هوایې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت (۳۱) وسله وال مخالفین وژل شوي او د دوو سرګروپانو په ګډون پنځه تنه ژوندي نیول شوي دي.
یاد عملیات پرون شپه او تیره ورځ سهار د اندړو ولسوالۍ په میري، مدد، کمال خیل او علیزي سیمو کې ترسره شوي دي.
په نیول شویو پنځو وسله والو کې د هغوی دوه سرګروپان قاري عبدالله او قاري ذاهد هم شامل دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepp8zpjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته