دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 177475
په قطر کې د طالب او امريکایي استازیو لیدنه لغو شوه
ټاکل شوې وه، چې سبا چارشنبه او پنجشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي پلاوي د مشر زلمي خلیلزاد او د طالبانو له سیاسي استازیو سره د افغانستان د سولې او ټیکاو په اړه ناسته وشي؛ خو په اجندا کې د نه توافق پر لامل وځنډول شوه.

د یو شمېر طالبانو رویترز خبري سرچینې ته ویلي، چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازیو تر منځ د چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو کیدونکې ناسته پر اجندا د نه توافق له کبله ځنډول شوې ده.
ټاکل شوې وه، چې په دغه غونډه کې د افغانستان پلاوی ګډون نکوي؛ خو د سولې عالي شورا ويلي وه، چې دا ناسته به د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائیري وایي، چې امریکا هڅه کوي، چې له افغان حکومت سره نېغو خبرو ته نه یوازې زمینه برابره شي، بلکې د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل ټګلاره هم رامنځته کړي.
سیاسي کارپوه حسن حقیار وایي؛ د نظام څرنګوالی، درې میاشتنی اوربند، د زندانیانو تبادله او له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د مهالوېش معلومول هغه ټکي دي، چې په دغه غونډه کې به پرې خبرې وشي.
اجرائيه ریاست وايي؛ د هرې هغې غونډې هرکلی کوو، چې په پایله کې یې افغانستان ته سوله او ثبات راشي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ هیله مندي شته، چې په څو راتلونکیو ورځو کې به د سولې سیمه ییزې ناستې تر سره شي؛ د افغانستان حکومت د سولې او ثبات لپاره د هر راز هڅو ملاتړ کوي.
د نړیوالو چارو پوهان وايي، چې امریکا د افغانستان په سوله کې مهم رول لري؛ خو ټينګار کوي، چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه باید خوندي وي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه شکیب منتظري څرګنده کړې؛ په رښتیا، چې د امریکا هڅې ګټورې دي، خو شکونه هم شته، چې د له منځه وړلو لپاره یې باید کار وشي.
ویل کیږي، چې درې اوونۍ وړاندې د ابوظبۍ په ناسته کې طالبانو او امریکایي پلاوي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بندیانو پر خوشي کیدو او له تور نوملړه د طالبانو پر ایستلو خبرې کړې وې. په دې ناسته کې د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان استازي هم حاضر ول؛ خو طالبانو د افغان حکومت له استول شوي پلاوي سره ونه کتل.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس عمر داووزی پاکستان ته پر څلور ورځيني سفر رسیدلی او ویل کیږي، چې هغه به په افغان سوله کې د دغه هېواد رښتینې همکاري وغواړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguu9qnak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته