کتنه کې په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سولې بهیر، د دواړو خواوو ترمنځ په مشترکې همغږۍ او افغانستان کې د سولې او ثبات تامین په هدف په نړیوالې اجماع بحث او نظریات شریک شول.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو کې د اسانتیاوو په خاطر د امریکا د متحده ایالتونو له رغنده رول او دې برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅو قدر داني وکړه وې ویل، افغانستان کې د سولې راتلو لپاره بشپړه اجماع شتون لري.
دواړو خواوو همدا شان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په پیلېدو ټینګار وکړ.
د هېواد د ملي امنیت سلاکارڅرګنده کړه: اوس مهال د افغانستان امنیتي قواوو له ملي ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل نظامي قدرت ثابت کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک به يې د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ و اوسي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په پای کې دواړو خواوو، په مشترکو همکاریو، همغږیو او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.