دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۷
د مطلب کود : 178295
ترمپ دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري- امریکایي سناتور
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له ولسمشر ترمپ غوښتي، چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري.

د افغان سولې په اړه سیمې ته د سفرونو په لړ کې زلمی خلیلزاد قطر ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې له طالب استازیو سره خبرې وکړي. دغه راز د امریکايي پوځونو عمومي قومندان جوزف وتل پاکستان تللي او په افغان سوله کې یې د دغه هېواد له هڅو هرکلی کړی دی.
 لیندسي ګراهام، چې د امریکا مشهور سناتور دی وايي؛ ولسمشر ترمپ باید د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغان جګړې د پای ته رسولو په اړه وګوري.
ده وړاندیز کړی، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ولسمشر ترمپ د افغان او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه جوړه کړي.
د امریکا سناتور لیندسی ګراهام وایي: زه له ترمپ څخه غواړم، چې ژر تر ژره د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري. زه ویلی شم د افغانستان په جګړه کې له عمران خان سره له مصالحې وروسته پای موندلی شي.
په همدې وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازي پاکستان او د سیمې هېوادونو ته د وروستي سفرونه ګټور ګڼلي.
د نظر خاوندان وايي، چې پر پاکستان د امریکا پوځي فشارونه کولی شي؛ د افغانستان د سولې په اړه دغه هېواد همکارۍ ته اړباسي.
سیاسي شنونکی داوود اساس وایي، چې مونږ باید هیڅکله له پاکستان څخه د سولې هیله ونکړو؛ ځکه، چې دغه حکومت جګړه د خپلې موخې لپاره پیل کړې ده. د امریکا حکومت باید پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، مالي او پوځي مرستې پرې ودروي. پرته لدې نشو کولی، چې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو.
د نظر خاوندان وايي؛ بهرنیان نشي کولی، چې په افغانستان کې سوله ټینګه کړي.
سیاسي کارپوه محمد رفیق کاکړ وايي، چې د افغانانو یوالی کولی شي په افغانستان کې سوله راولي.
ویل کیږي، چې زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ(د سلواغې لومړۍ) له وسلوالو طالبانو سره د قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nzm23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته