دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 178433
فیروز: طالبانو په نسبې ډول پولیو د واکیسن تطبیق سره موافقه کړې
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وايي، چې طالبانو سره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د یوې موافقې وروسته دغه وزارت اته سوو زرو ماشومانو ته په وروستي کمپاین کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي دي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز، چې د چهارشنبې په ورځ (سلواغې په درییمه) یې د یو کنفرانس په څنډه کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې د پولیو پر ضد د واکسین د بهیر سره د طالبانو د مخالفت له امله په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د واکسین څخه پاتې شوي وو.
ښاغلي فیروز وویل، چې د عامې روغتیا د وزارت د هڅو په ترڅ کې طالب وسله والو دا ومنله، چې د هغوی تر نفوذ لاندې سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
ښاغلي فیروز وویل " موافقه په دې ډول وه، چې زمونږ کور په کور د واکسین تطبیق ستراتیژي یې ونه منله، مونږ د جومات په جومات او د سایټ په سایټ ستراتیژي ته مخه کړه او په دې برخه کې موافقه وکړه، همدا موافقه د دې سبب شوه، چې اته سوو زرو ماشومانو ته واکسین تطبیق شي".
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین په وروستي کمپاین کې دوه سوه زره ماشومان د واکسین د تطبیق څخه پاتې شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل، چې طالبانو د دې لپاره، چې موقعیت یې " جي پي ایس" نه شي او یا هم د نسل د کمیدو د اوازو له امله د پولیو ضد واکسین د تطبیق مخه نیولې وه.
ښاغلي فیروز وویل " په داسې حال کې، چې د عامې روغتیا سکټور یو ملکي سکټور دی او د پوځي مسایلو سره هیڅ تړاو نه لري او همدارنګه د پولیو ضد واکسین نه یوازې دا چې د نسل د کمیدو سبب نه ګرځي، بلکې د پولیو په ناروغۍ د افغانستان د راتلوونکي نسل د اخته مخه هم نیسي".
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف او د روغتیا د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" په مالي او تخنیکي همکارۍ سره د ۲۰۱۹ میلادي کال د پولیو ضد واکسین لومړنی فرعي کمپاین د ۱۷ ولایتونو په ۱۷۹ ولسوالیو کې دوه ورځې وړاندې پیل کړی دی.
تمه ده، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې به پنځه کالو څخه ښکته عمر ۵.۴ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
سږکال تراوسه په افغانستان کې د پولیو کومه پیښه نه ده ثبت شوې.
تیرکال په دغه هیواد کې د پولیو ۲۱ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcbfwb8frhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته