دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 178759
په بلخ کې د پاکستان د قونسلګرۍ د فعالیت د بیا پیل هڅې پیل شوي
د بلخ سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ د فعالیت د بېرته پیلېدو هڅې پیل کړي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا هڅې له ډیپلوماتیکو لارو پر مخ وړل کېږي.
ده وویل:
"له ډیپلوماتیکو لارو له هغوی سره خبرې روانې دي، هڅه مو دا ده چې دا قونسلګري بیا په لا ښه توګه خپل خدمات دلته پیل کړي، څو د افغانستان د شمالي برخو د اوسېدونکو چې ډېری یې د درملني لپاره هغه هېواد ته ځي، ستونزې یې هوارې شي."
د بلخ د والي ویاند وایي، دغې قونسلګرۍ د افغاستان په شمال زون کې ۹ ولایتونو ته د ویزې خدمات وړاندې کول.
تر دې مخکې په بلخ ولایت کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز احمد ازادي راډیو ته وویلي وو چې د امنیتي ګواښونو له امله د دې ډیپلوماتیک بنسټ فعالیت بند شوی دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ یې یوه مېرمن چې غوښتل یې له یوه لاسي بم سره د ویزې اخيستو په بهانه د پاکستان قونسلګرۍ ته ورننوځي، نیولې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، له نیول شوې ښځې پلټنې روانې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp4qso2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته