په ننګرهار کې ۱۹ طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول. په دغه ولایت کې د ملي امنیت په وینا دې کسانو په څو ولسوالیو کې فعالیت کاوه او د چهارشنبې په ورځ یې خپلې سپکې او درنې وسلې وسپارلې.
په ننګرهار کې چارواکو پهدې برخه کې توضحیات نهدي ورکړي چې دا کسان په انفرادي ډول تسلیم شوي دي که یوځای راغلي دي او وسلې یې پر ځمکه ایښي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)