په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال چې د دې غونډو یو تنظیموونکی دی وایي، ټولې تیاری نیول شوي او میلمانه کوربه هېواد ته رسیدلي دي.
زموږ د دعوت پر اساس هغو کسانو چې د افغانستان په مسایلو کې دلچسپي درلوده او بانفوذه وو، هغوی دا غوښتنه درلوده او دلته راغلل. قطعاً بهرنی هېواد پهکې ښکېل نهدی او قطعاً اجنډا دا ده چې د سولې په اړه مختلف نظریات سره یو کړو."
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو احتمالي کاندید حنیف اتمر او ځینې نور سیاستوال چې په اوسني حکومت کې دنده نهلري لکه محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغنديوال او داسې نور مشرانو د دې غونډې ګډونوال دي.
د مسکو د غونډې د برخهوالو په هغه اعلاميه کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره وړمه ورځ خپره شوې راغلي چې دا به د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي.
پهدې غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
د افغان ولسمشر اشرف غني ادارې د مسکو پر ناستې انتقاد کوي او وایي، داسې هڅې چې د افغان حکومت پهکې نهوي د سولې بهیر سره مرسته نهشي کولی او نه به ګډون پهکې وکړي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د سولې په پروسه او مذاکراتو کې متحد واوسي.
د روسیې حکومت چې د دې ناستې په پلان او تنظیم کې یې رول درلودل رد کړي دي، د دې اقدام هرکلی کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مسکو د افغانستان د مدني ټولنې د دې نوښت هرکلی کوي.
رګي لاوروف ویلي، باور یې دا دی چې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې کولی شي په افغانستان کې دننه سیاسي مذاکراتو ته لار هواره کړي او دا زمینه برابره شي چې وسلهوال مخالفین هم ګډون پهکې وکړي.
بلخوا بیا د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې له دې غونډې لویې تمې نهشي کیدای.
نذیر احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته داسې وویل:
"دا اشخاص نه د ولس استازیتوب کولی شي او نه د حکومت. دوی د یوه شخصي تجارت له مخې تللي دي او د روسیې حکومت هم رد کړې، نو حکومتي او قانوني حیثیت نهلري. نو نه دوی څه کولی شي او نه موږ تمه ترې لرو."
له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې د سولې د څرنګوالي په اړه په افغانستان کې ملي اجماع نشته.
طالبانو تردې وړاندې د تېرکال په نوومبر کې په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بلنه یوه غونډه کې ګډون کړی وو، خو دا ځل دا ناسته بینالافغاني بلل شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)