دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 179908
اسلام اباد کې امریکایی پلاوي سره طالبانو لیدنه لغوه شوه
د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د زلمي خلیل‌زاد د اوسني سفر پر مهال چې د فبروري تر پایه به دوام کوي په اسلام‌اباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو لیدنه لغوه شوه.


دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون ماښام‌یې خپور کړی دلیل راوړی چې د دې لیدنې لپاره د دوی د مرکچي پلاوي اکثرو غړو د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لېست په خاطر سفر ونه‌شوی کړی.
طالبانو د دې غونډې په نه‌ترسره کېدو خواشیني ښودلې.
طالبانو لا له مخکې اعلان کړی و چې د فبروري په ۱۸مه په اسلام‌اباد او د فبروري په ۲۵مه په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره خبرې کوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد پرون یکشنبه په کابل کې و چېرته چې ده سهار له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د معلوماتو پر اساس د شپې له ولسمشر اشرف غني سره مجلس درلود.

د خلیل‌زاد د کاري مهالوېش له مخې دی له افغانستان وروسته اسلام‌اباد او بیا دوحې ته هم سفر لري.
روېټرز اژانس لیکلي چې د فبروري په ۱۸مه طالبانو پلان درلود چې له امریکايي پلاوي سره د خبرو تر څنګ د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره چې په اسلام‌اباد کې دی خبرې وکړي.
سلمان د یکشنبې په شپه اسلام‌اباد ته ورسېد چېرته چې ده د طالبانو او ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر د امریکا او نړۍ له فشارونو سره مخ پاکستان ته د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت لویې پروژې ورکړې.​

سلمان وویل دی باوري دی چې پاکستان په راتلونکي کې په یوه ډېر مهم هېواد بدلېدلی شي.
اسلام‌اباد ته د ولیعهد سلمان د سفر پر مهال د یکشنبې په شپه له العربیه ټلوېزیون سره د پاکستان د صدراعظم عمران خان مرکه هم خپره شوه او ده په‌کې د افغان سولې په باب د پاکستان د هڅو یادونه وکړه.

 
https://avapress.com/vdcjyhevouqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته