دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 179982
جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ‎ د مرکزي قومندانۍ قومندان خپل حضور ته ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل نن ماسپښین په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا او د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جنرال ووټل وویل، اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پایته رسېدلې او پرځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، حکومت او خلکو سره به د ستراتېژیک همکار په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او د جنرال ووټل د خدمتونو قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي، مسلکي او محاربوي وړتیاوې یې ښې شوي دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه به ادامه ولري، څلوېښت کلن بحران به په اساسي توګه پایته ورسېږي او افغانستان به د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw9b85rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته