دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 179985
په کابل کې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او مهمات ونیول شوي
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کابل کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات نیول شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې د وسلو او مهماتو پر یوې زېرمې د استخباراتو د عمومي ریاست د منسوبینو او ځانګړیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ میله کلاشینکوف، یو میل کلاکوف، ۳۹ میله بېلابېلې تمانچې، ۷۸ شاجورونه، ۸۰ د پیکا شریدونه، یو پایه لپ تاپ کمپیوتر او ۱۶ د شریدونو بکسې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د یادې قضیې په تور دوه تنه نیول شوي او اوسمهال تر څېړنې لاندې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په موسی زي کلي کې، د ځانګړیو ځواکونو له خوا یو ۵۰ کیلو ګرامه بم کشف او خنثی شوی دی.
د دې ترڅنګ؛ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې؛ دوه میله تفنګچې، درې قبضې لاسي بمونه او یو شمېر نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.
دغه راز پولیسو د کابل ښار په ۶ ناحیه کې درې کسان د یو موتر چلوونکي د وژنې پر تور له پېنځمې ناحیې نیولي دي.
دغو کسانو دوه ورځې مخکې په ۶ ناحیه کې د سراچې یو دریور پر ډزو وژلی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevo8znjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته