دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 180264
حامد کرزي په جلګه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندلې ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو وژل کېدل جګړه اوږدولی شي او دا د جګړې اصلي لامل دی.


دده په وینا ملکي وګړي د جګړې قربانیان دي، خو د حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري ددوی پر کورونو بریدونه او غیر قانوني شپني عملیات د عقدو سبب ګرځي.

هغه د وردګو ولایت په جیلګه ولسوالۍ کې د وړمې شپې برید په کلکو ټکو غندلی دی او د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د پخواني ولسمشر په خبره حکومت اړ دی، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته اړین او عملي تدابیر ونیسي.

ده د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې په دې حساسو شرایطو کې دې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

دده په وینا د خبرو او مذاکراتو پر مټ افغان جګړه ختمېدلی شي، نو څومره ژر چې کېږي ښکېل لوري دې دا حقیقت درک کړي.
https://avapress.com/vdcg3z9qtak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته