لومړی هوایې برید وړمه ورځ ماښام شاوخوا(۶:۰۰) بجي د قره باغ ولسوالۍ د شیرمحمد کلا او میرک کلیو ترمنځ ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه سرګروپ امان الله مشهور په حاجي مومن په ګډون دوه طالبان او یو ملکي کس چې وسله وال یې په موټر کې سپاره وو، وژل شوي او یو وسله وال طالب ټپي شوی دی.
دغه راز نن له غرمي مخکي د قره باغ ولسوالۍ اړوند په ملوک سیمه کې د هوایې ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ذاکر وژل شوی دی.
هاخوا تیره ورځ له غرمي وروسته د اندړو ولسوالۍ په مهمان سیمه کې د ائتلاف ځواکونو په هوایې برید کې پنځه (۵) وسله وال طالبان وژل شوي دي