دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 180524
جمهوررئیس غني: اتله  افغان مېرمن د نن تاریخ جوړونکې ده
جمهوررئیس له ښځو وغوښتل چې د سولې په تضمین کې همکارې شي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی او افغانستان په تضاد کې نه دی، بلکې همغږي او همکاري لري او مونږ د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سوله غواړو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې  د”جنګ بس دی” تر عنوان لاندې د سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع پهغونډه کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه ګډون او وینا وکړه. په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن او له ټول هېواد څخه د ښځو استازو حضور درلود جمهوررئیس وویل، نن یوه تاریخي ورځ ده او اتله  افغان مېرمن د نن تاریخ جوړوونکې ده. هغه زیاته کړه، نن تاسې د مثبت بدلون موخه او عامل یاست او له قربانۍ څخه د ملي برخلیک پر ټاکونکو بدلې شوې یاست.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښځو دریځ، نن د مسوولو هېوادوالو دریځ دی او هغه مقام چې اساسي قانون تاسو ته ټاکلی ، د هېوادوال په توګه مو په عمل کې پلی کړی. هغه د افغانستان ښځې راتلونکي ته کتونکې اود راتلونکي جوړونکې وبللې او وې ویل، نن داسې کورنۍ نشته چې ۴۰ کلنې جګړې  نه وي زیانمنه کړې، تاسو ځان یواځې مه احساسوئ، ځکه د افغانستان ټول وګړي قرباني دي او زمونږ د ټولو درد مشترک دی.
د هېواد جمهوررئیس د کب نهمه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون ساتونکي دي او ښځې د اساسي قانون په چوکاټ کې د مسوولو وګړو، مدیرانو، استادانو، مسلکي افرادو او خپلو کورنیو ته د نفقې راوړونکو په توګه ژوند کوي.  جمهوررئیس غني وویل، امنیتي او دفاعي قواو ته د افغان ښځو پیغام دا دی چې د اساسي قانون او د افغانستان د ښځو د اسلامي حقه حقوقو ساتونکي واوسي.
جمهوررئیس غني ښځې د سولې راوړونکي وبللې او وې ویل، د جګړې خبیثه حلقې ته هرڅوک دوام ورکولی شي، اخلاقي، وګړنیز، اسلامي او ملي جرئت دا دی چې د سولې، ثبات او قانون حاکمیت د پایلې حلقه راوړئ. هغه وویل، د ښځو په قوت کې د ملي یووالي او عزت قوت نغښتی دی او طالبانو ته ستاسو پیغام دا وو چې د خپلې جګړې او افغان وژنې هدف مشخص کړي؛ دغه راز ښځې هیله لري چې مخته ولاړې شي او بېرته شاتګ ونه کړي او په خپل پرېکړه لیک کې مو ټینګار کړی وو چې سوله غواړو خو نه په هر قیمت، ستاسو په پرېکړه لیک کې حدود او وضاحت موجود وو.
جمهوررئیس له ښځو وغوښتل چې د سولې په تضمین کې همکارې شي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی او افغانستان په تضاد کې نه دی، بلکې همغږي او همکاري لري او مونږ د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سوله غواړو. جمهوررئیس محمداشرف غني له ښځو وغوښتل ترڅو نارینه په دې قانع کړي چې ښځې په راتلونکي او سوله کې ونډه لري. هغه ټینګار وکړ، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې باید د خلکو بېلابېل اقشار ګډون ولري او تاسو ثابته کړه چې د تفرقې او تبعیض منفي حس نه لرئ او ټول په ملي واحد صف کې قرار لرئ.
جمهوررئیس غني وویل، ټول ملت، سیمه او نړۍ باید پوه شي چې د نن افغان مېرمن د پرون مېرمن نه ده، توانا، پوهه، فعاله، مدبره، اګاه او ملي یووالي ته متعهده ده. جمهوررئیس دې ته په اشارې چې پر ښځو پانګونه، پر ټولو خلکو پانګونه ده وویل، تر سولې مهمه داده چې څنګه کولای شو افغانستان آباد کړو او په دې کې د ښځو رول ډېر مهم دی.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: ویاړم چې افغان مېرمنې خپل  استازیتوب کوي، له تاسې سره به اوږه په اوږه کار وکړم، ترڅو زموږ د ټولو وګړنیز حقوق تامین شي. هغه وویل، د وسله وال پوځ  اعلی قومندان په توګه ټینګار کوم چې د غیرمسوولو وسله والو کلمه باید زموږ د سیاسي او ټولنیز فرهنګ څخه محوه شي او ستاسې له دې غوښتنې سره چې د انحصار مشروع قوه دې یواځې د مشروع دولت پورې اړه ولري، سل په سلو کې موافق یم.
د هېواد جمهورر‎ئیس د دې ټکي په بیانولو سره چې ټول افغانان د قانون پر وړاندې مساوي دي وویل، د جمهوررئیس په حیث متعهد یم چې ستاسې رغاونکي نظریات د نورو هېوادوالو له نظریاتو سره تلفیق کړم، ترڅو یو ملي واحد لیدلوری رامنځته شي. هغه ټینګار وکړ، سوله، قانونیت او ټاکنې سره په تضاد کې نه دي او ټاکنې د مشروعیت لامل ګرځي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغان حکومت له خلکو صلاحیت غواړي چې څه ډول سوله غواړي او هغې ته دوام ورکوي. په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن هم خبرې وکړې او ښځې یې د ټولنې مهم ستون وباله او وې ویل، د ښځو اندېښنې، خبرې او ستونزې باید واورېدل شي او په همدې موخه مو د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع جوړه کړه.
دغه راز په دې مراسمو کې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع بهیر د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، اغلې زینب موحد د اسلام له نظره په سوله کې د ښځو د رول، عاطفې نورستانۍ د ښځو او عنعنې، ډاکټر ذکیه عادلې د افغانستان په قوانینو کې د ښځو د مقام، شفیقې حبیبي د افغان ښځو د نهضت، ګیتا سعید او شفیقې سادات نننی افغانستان پرونی افغانستان نه دی، په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د هېواد د ټولو ولایتونو یو شمېر ښځو د جګړې په اړه خپلې ترخې تجربې بیان کړې او د جمهوررئیس او حکومت له ټولو مسوولینو یې وغوښتل چې د سولې د ټینګښت په اړه دی هیڅ راز هڅې نه سپموي او ټینګار یې وکړ چې د جګړې د قربانیانو حقوق تر پښو لاندې نه شي.
د مراسمو په پای کې بسمینې صافۍ او شېرین رحماني د افغان ښځو ملي اجماع پرېکړه لیک ولوست چې په هغه کې یې د بین الافغاني مذاکراتو، اوربند، د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د برحقه حقونو څخه د ملاتړ، د جګړې له امله د زیانمنو شویو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو څخه د ملاتړ او د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنې کړې وې.
https://avapress.com/vdcf0xdyjw6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته