دا په داسي حال کې ده چې کومانډو، افغان او ائتلاف هوایې ځواکونو په دي وروستیو کې د غزني ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې پر وسله والو خپلو عملیاتونو ته زور ورکړی دی.
په وژل شویو وسله والو کې د هغوی ۱۱ تنه مهم قومندانان او سرګروپان چې د غزني په اړوندو کې یې د وسله والو لیکي رهبري کولي هم شامل دي، چې په وژل کیدو سره یې د وسله والو جنګي قوت او لیکي تر ډیره بریده ماتي شوي دي.
په وژل شویو طالب قومندانانو او سرګروپانو کې اندړو ولسوالۍ ته د هغوی تش په نامه نظامي ولسوال عبدالحنان، اندړو کې د هغوی سیمه ایز قومندانان او سرګروپان ندیم مشهور په فاروقي، کاکړ او د ملا شریف ډلي مرستیال، قره باغ ولسوالۍ کې هم د طالبانو قومندانان او سرګروپان امان الله مشهور په حاجي مومن، ذاکر، فیروز، سید احمد، عمر فاروق او ابو مختار، دغه راز رشیدانو ولسوالۍ کې د طالبانو د عشر ټولولو او مالي مسئول حاجي متین شامل دي.
د یادوني وړ ده چې وسله والو پلان درلود څو د ژمي په موسم کې د مرکز امنیتي کمربند او د لارو له تړلو او خرابولو سره هم مهاله پر ځینو ولسوالیو پراخ بریدونه ترسره کړي، خو د ځانګړو افغان او ائتلاف ځواکونو د کوټلو اقداماتو په ترڅ کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او شوم پلانونه یې شنډ شو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)