دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 181098
د پکتیا د شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وارداتي برښنا غواړي
د پکتیا د شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، که وارداتي برښنا ورنکړشي له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.

دوی نن د خوست او ګردېز ترمنځ غزېدلې لویه لار د دوه ساعتونو لپاره وتړله.
د پکتیا د شواک او ګردي څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وايي که دوی ته وارداتي برېښنا ور نه کړل شي له حکومت سره به پریکون اعلان کړي.
د سیمې مشران وايي، ډېر کم کورونه دي، چې په دې ولسوالیو کې برېښنا ورکړشوې؛ خو هغه، چې لیرې او د غرونو په درو کې دي باید له برېښنا برخمن شي.
د پکتیا ولایتي ادارې ویاند عبدالله حسرت بیا وايي له وصل شوې برښنا لومړنۍ درې ولسوالۍ ځدراڼ میشتې دي، چې تر پېنځه زره کورنیو پورې به برښنا ولري او زیاتوي؛ هڅه به وکړي، چې د شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو لپاره نوره برښنا هم زیاته کړي.
د پکتیا وزې ځدراڼ ، شواک او ګرده څېړۍ هغه ولسوالۍ دي، چې د وخت ولایتي مسوولینو او مرکزي حکومت ورته هومره پام ندی کړی څومره، چې ورته اړتیا لېدل کېږي.
د سیمې اوسیدونکي يې وايي؛ پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه کې اوی هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdccosqs42bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته