دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 181455
د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو په کلابندۍ کې
د بادغیس ولایت دولتي چارواکي وايي بالامرغاب ولسوالۍ ته د ټولې لارې تړلي دي او یاده ولسوالي طالبانو کلابندۍ کې ده .

په داسې حال کې چې د طالبانو په لاس د ۲۸ اسیر شویو افغان سرتېرو د برخلیک په اړه مالومات نشته، دا چارواکي وايي تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو ۱۱ پوستې نسکورې شوې دي.
یوه اوونۍ کېږي چې د بادغېس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده ده.
د بالامرغاب ولسوال، وارث وايي:«د ملي اردو یوولس پولسې، ټولي سقوط کړی، دوی شا تګ کړی دی، مرستې شوې دي، کومانډو ځواکونه رسېدلي دی، او که پلي ځواکونه ونه رسیږي او پوستې بیا ونه نیول شي، نو ښایې حالت بد شي.»
قومي مشر، ضیاالدین زیاتوي:«بالامرغاب داسې نکته ده که د دښمن لاسته ولویږي، نو لویدیځ او شمال ته ګواش دی، دولت نه غوښتنه کوو چې توجه وکړي، کنه نو دا ولسوالي به نسکوره شي.»
خو په بادغېس کې امنیتي چارواکي وايي، بالامرغاب کې وضعیت بېرته عادي شوی دی او امنیتي ځواکونو اوس‌مهال خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
د بادغېس امنیه قوماندان، مل پاسوال خلیل الرحمن جواد څرګندوي:« عملیات مو ترسره کړي دي، او اوس حالت ښه دي، هره برخه کې چې وغواړو دښمن ته زیان رسولی شو.»
یو شمېر هغه سرتېري چې بالامرغاب کې په لومړۍ امنیتي کرښه کې په جګړه بوخت دي ډاډ ورکوي چې د خپلو خلکو امنیت به وساتي.
د پولیسو افسر، بشیراحمد وايي:«که شپه وي او یا ورځ موږ امکانات لرو او عملیات کوو. موږ دښمن تعقیبوو.»
د پولیسو افسر، حاجي ملا زیاتوي:«دښمن لوی پلان درلود، د ګاونډیو ولسوالیو راغلي وو، او غوښتل یې د بالامرغاب ولسوالي نسکوره کړي، ښه همغږی وشوه او د ولسوالۍ دفاع وشوه.»
 تېره یوه اوونۍ کې بالامرغاب کې شل سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي. ځايي امنیتي چارواکي وايي، په دې نښتو کې شل وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjiveviuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته