دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 181761
د ۶۳۱ میلیون ډالرو په ارزښت بدخشان ته د برېښنا رسولو او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، یاد تفاهم‌لیک د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.
د دغه تفاهم لیک موخه  د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.
د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmvevvuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته