دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 182647
محمد عمر داوودزي د متحده عربي اماراتو له سفیر سره وکتل
د سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړونې کمیسیون رئیس محمد عمر داوودزي نن پنجشنبه د روان ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د وري د میاشتې په ۱۵ مه په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر ښاغلي عیسی سالم محمد الظاهری سره وکتل.
په دغه لېدنه کې د افغانستان د سولې پروسې په روانو حالاتو، وروستیو تحولاتو او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړوند بحث او خبرې اترې وشوې.
ښاغلي داوودزي د افغانستان سولې په برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د سولې د بهیر د لا پیاوړتیا له پاره د متحده عربي اماراتو رول خورا اړین دی.
د سولې مشورتي لویې جرګې د تدویر کمیسیون رئیس محمد عمر داوودزي د یادې لویې جرګې د جوړېدو په موخو او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې.
په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي محمد الظاهری وویل چې د دایمي دوست هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې په تړاو د لا زیاتو همکاریو د دوام له پاره ژمن یو.
نوموړي د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول، ملي اجماع ته درسېدو تر ټولو مهمه لاره وبلله او د یادې لویې جرګې د جوړېدو او په هېواد کې د سولې له بهیر څخه یې په کلکه ملاتړ وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdox0f5yt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته