خوست امنیتي مسوولین وایي، دیکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) ماسپښین مهال په ښار کې له لومړۍ حوزې سره نږدي دوه بمي چاودنې رامنځته شوې، چې د یوه پولیس په ګډون یې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول حیدر آریانانیوز ته ویلي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او پولیسو پر وخت روغتون ته لیږدولي دي. حیدر زیاتوي؛ په همدې ساحه کې یو بل ماین هم ځای پر ځای شوی و، چې د پولیسو لخوا له چاودنې مخکې کشف شو. د دغو چاودنو پړه تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)