دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 185111
په باميان او ارزګان کې روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړى
په باميان او ارزګان ولايتونو کې په لسګونو روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړى دى.

د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې شا و خوا ٤٠ روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض اعتصاب کړى دى.
يوه اعتصاب کوونکي وويل، پخوا يې معاشونه ٦٠ زرو افغانيو ته رسېده، خو له کله چې «AKHS» موسسې په باميان کې د صحي خدماتو مسؤليت واخېست، د دوى معاشونه ١٠زره افغانيو ته راکم شوي دي.
د پنجاب ولسوالۍ د روغتون رئيس خالق کريمي وايي، هيله من دي د روغتيا وزارت او د «AKHS» موسسې استازي دغې ولسوالۍ ته ورشي او د اعتصاب کوونکو ستونزې واوري.
بل‌خوا د ارزګان د ولايتي روغتون ډاکټرانو هم کاري اعتصاب پيل کړى دى.
دوى چې نن سهار د روغتون مخې ته راټول شوي وو، شکايت کړى چې پوره حقونه نه ورکول کېږي.
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdccspqss2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته