دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 185365
په بلخ کې د زعفرانو کښت زیات شوی
په بلخ کې د زعفران د سوداګرو ټولنه وايي چې په دې ولایت کې د زعفرانو کښت زیات شوی او له حکومت څخه غواړي چې د هغوی محصولاتو ته نړیوال بازار پيدا کړي.

په مزارشریف کې د زعفرانو د سوداګرو د ټولنې مشر صدیق الله کاکړ وايي چې په بلخ کې د زعفرانو کښت مخ په زیاتېدو او کیفیت یې په ښه کېدو دی.
ښاغلي کاکړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې باید په بلخ کې تولید شویو زعفرانو ته نړیوال بازار پیدا شي.
هغه وویل:
"هر کال چي تېرېږي د کمیت له نظره د زعفرانو کښت هم ډېرېږي، سږ کال هم په بلخ کې له ۱۴۰ تر ۱۵۰ کلیو زعفران تولید شوي او یو شمېر بنسټونو هم د بزګرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کړی."
د بلخ د زراعت ریاست مسؤلان هم تائیدوي چې په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت نسبت پخوا ته زیات شوی دی او اکثره په شولګرې، دهدادي، خلم او دولت اباد ولسوالیو کې کرل کېږي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د زراعتي چارو امر ذبیح الله زوبین ازادي راډیو ته وویل چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۵۰۰ تنه ښځې او نارینه د زعفرانو په کښت، پرورسس او دسته بندي برخو کې کار کوي.
ده وویل:
" کابو ۱۱۰ ښځې او ۳۷۰ تنه نارینه د زعفرانو د تولید، پروسس او دسته بندۍ په برخه کې کار کوي چې په مجموعي توګه نسبت پخوا ته په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت، تولید او پروسس زیات شوی دی."
په مزارشریف کې د زعفرانو د سوداګرو د ټولنې د معلوماتو پر اساس چې یو کیلو ګرام زعفران په بلخ ولایت کې ۷۰ تر ۸۰ زره افغانیو باندې پلورل کېږي.
په بلخ کې د کرنې ریاست مسؤلان وايي چې په دغه ولایت کې د زعفرانو د کښت موسم پیل شوی او تر راتلونکو دوو میاشتو به دوام وکړي.
په همدې حال کې په بلخ کې د زعفرانو د خرڅلاو د یوه شرکت مشره فریبا عصیان وايي چې په بلخ کې د زعفرانو په تولید او پروسس کې د ښځو وڼده نسبت بل هر ځای ته زیاته ده، خو په دغه برخه کې د مسلکي زده کړو د نه لرلو په خاطر د هغوی د تولید شویو زعفرانو کیفیت ډېر ټیټ دی.
اغلې عصیان زیاته کړه:
" په بلخ کې باید د زعفرانو د کیفیت د ښه والي په خاطر کار وشي، دلته ډېرې ښځې د زعفرانو کښت او تولید ترسره کوي، خو متاسفانه کار یې با کیفیته نه دی."
فریبا عصیان وايي چې دولتي ادارې او خصوصي موسسات دې هڅه وکړي چې نسبت د زعفرانو کمیت ته د هغه کیفیت لوړ کړي.

 
سرچينه : ازادی
https://avapress.com/vdcd9k0fkyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته