د لوګر ولايت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د دې ولایت د محمداغي ولسوالۍ د آب بازک په اړوند سيمه کې دوه طالب وسلوال له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
دغه راز نوموړی زیاته کړې، چې تېر مازیګر ناوخته د مرکز اړوند په فقيرکلا سيمه کې د ملي پوليسو او وسلوالو په مخامخ نښته کې دوه طالبان د يو راکتچي په ګډون مشهور طالب سرګروپ علي نومی وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
د شاپور په خبره؛ له وسلوالو دوه ميله کلاشينکوف او یو موترسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ور غلي.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)