دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 185753
رحیمي: د اړتیا په صورت کې به د مشرانو جرګې له رئیسه هم پلتڼې وشي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې له رئیسه د هغه د یوه سلاکار چې له ترورېستانو سره د لاس درلودو شک پرې کېږي، د احمتالي څېړنو خبر ورکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې له رئیسه د هغه د یوه سلاکار چې له ترورېستانو سره د لاس درلودو شک پرې کېږي، د احمتالي څېړنو خبر ورکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادي مسلیمار له مشاور حاجي دلاور چې د ترورېستانو د ملاتړ او ساتنې تور پرې پورې دی، هر اړخیزې او ژورې څېړنې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اړتیا په صورت کې به د مشرانو جرګې له رئیسه هم په دې اړه پلتڼې وشي.
ده وویل:
"هر اړخیزې پلټنې کېږي، که اړتیا شوه له ښاغلي مسلیماره هم تحقیق کېږي، په هغه صورت کې به د هېواد له نافذه قوانینو سره سم هغه (مسلیمار) راوغوښتل شي، څو موضوع معلومه شي، ذره ذره پلټنې کېږي او موږ غواړو چې د موضوع عمق ته داخل شو، هر څوک چې له نوموړي سره لاس ولري، موږ به ورسره جدي او قانوني چلند وکړو، ځکه د ترورېستانو ملاتړی دی."

فضل هادي مسلمیار زموږ بیا بیا اړیکو ته ځواب را نه کړ.
خو د مشرانو جرګې د دارالانشاء رئيس مقتدر ناصري وايي، حاجي دلاور افتخاري مشاور و او ماموریت یې د ۱۳۹۷ کال په حوت میاشت کې پای ته رسېدلی دی.
دی وايي، حاجي دلاور د مسلمیار په سپارښتنه د مشاور په توګه ګمارل شوی و.
ده وویل:
"دی تېر کال زموږ افتخاري مشاور و، خو اوس نه دی، دنده یې په مشرانو جرګه کې د ۱۳۹۷ کال د حوت په میاشت کې پای ته رسېدلې، څرنګه چې هغه سوداګر و، ويې نه غوښتل چې له موږ سره خپلې دندې ته دوام ورکړي."
دی وايي، د حاجي دلاور د هویت کارت د تېر کال دی او که ګټه یې ترې اخیستې وي په دلاور پورې اړه لري، نه په مشرانو جرګې پورې.
له حاجي دلاور سره د ښاغلي مسلمیار یوځايي عکسونه د ټولنیزو شبکو پر پاڼو هم خپاره شوي دي.
د مشرانو جرګې مرستیال فیصل سمېع وايي، د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د لویې څارنوالۍ څېړنو ته په تمه دي.
حاجي دلاور د ترهګرو د ملاتړ او د چاودېدونکو موادو، زرهي موټرونو، جعلي نمبر پلېټونو او د څو پاکستاني پېژندپاڼو د انتقال او ساتنې په تور نیول شوی دی.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcenn8zxjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته