دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 186390
امریکا کې د افغان مېرمنې مړی د خپل کور په یخچال کې موندل شوی
د یوې ۲۴ کلنې افغان مېرمنې ارزو مړی له څو ورځې لادرکۍ وروسته د واشنګټن د اسپوکن ښار کې د خپل کور په یخچال کې موندل شوی دی.

د امریکايي رسنیو په خبره، ددې مېرمنې مېړه د مې په ۲۸مه نامعلوم مقصد په لور امریکا پریښې ده.
د وژل شوې مېرمنې یوې ملګرې د هغې لادرکۍ خبره پولیسو ته کړې وه چې له څېړنو وروسته د نوموړې جسد موندل شوی دی.
درې ورځې وروسته د هغې ټوټه ټوټه شوی جسد د خپل کور په یخچال کې موندل شوی دی.
دغه مېړه او ښځه په ۲۰۱۵ کې له امریکایانو سره د افغانانو ژباړونکو لپاره د امریکا د ځانګړې ویزې (SIV) له لارې دغه هېواد ته ورغلي وو.
امریکايي رسنیو د ښځې د یوې ملګرې له قوله ویلي چې نوموړې له خپلې مېړه ډارېده. هغې ویلي څو وارې یې د ښځې په بدن د هلو اثر لیدلی خو ډاډه نه وه چې د کورني تاوتریخوالي له امله دې وو.
د هغې په وینا د وژل شوې مېرمن مېړه له خپلې ښځې سره د کالو د اغوستو په بڼه هم اختلاف درلود.
دغه افغان مېرمن د دوو ماشومانو مور وه.
یو ماشوم یې ۱ او بل یې پنځه کلن وو.
د امریکا د فدرال پولیس د نوموړې قضیه څیړي او ماشومان یې د روزنې په یوه مرکز کې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoeqsx2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته