په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ډاکټر خلیلزاد جمهوررئیس ته د افغان سولې د هڅو په خاطر پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړل.
د جمهوررئیس غني او ډاکټر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړنی دور پیلولو هیله څرګنده کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)