دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 186631
محب، په امنیتي ناسته کې افغان ځواکونو ته د هېواد دښمنانو د ځپلو په موخه لازمې لارښوونې کړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د جوزا په ۲۲ مه امنیتي ناستې ته د خپرو پرمهال د هېواد د زړورو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې ستایلې او دغه راز یې د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو د ځپلو او ګواښونو د رفع کولو په اړه لازمې لارښونې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دغې ناسته کې په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو د ټولۍ ګانو ځای پر ځای کېدو او سمبالښت په څرنګوالي، د لوېدیځ زون د ولایتونو امنیتي وضعیت پر ارزونې هم خبرې شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaein6649nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته