دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 187116
د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان غزنی خواجه عمري ولسوالۍ کې د لازیاتو پراخو عملیاتو ترسره کیدو امر کړي
د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال دادان لونګ له طالبانو څخه دغزني په تازه نیول شوې ولسوالۍ خواجه عمري کې د امنیت د لا ټینګښت او په دغې ولسوالۍ کې د لا زیاتو پراخوا عملیاتو د ترسره کیدو امر کړی دی.

تورنجنرال دادان لونګ پرون چهار شنبه د جوزا میاشتې په  ۲۹ مه په داسي حال کې دغې ولسوالۍ ته ورغلی  چې د سویل ختیځ زون د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال اډ میرل یې ملتیا کوله.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د خبر پاڼې له مخې تورنجنرال دادان لونګ د دغې ولسوالۍ له مشرانو سره د کتنې پر مهال هغوی ته په خطاب کې د دې ولسوالۍ د لاښه امنیت د تامینولو په پار ډاډ ورکړی، او ورته ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ ستاسو په چوپړ کې وي او وسله وال ترهګر به نه پریږدي چې پدې ولسوالۍ خپل کرغیڼ عملونه ترسره کړي.
 
https://avapress.com/vdcjvaevmuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته