دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 187400
وکیلان بیا هم ونه توانېدل څو د ولسي جرګې رئيس وټاکي
د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره نن د چهارشنبې د ورځې هڅې هم له ناکامۍ سره مخامخې شوې.

نن په رايه ورکولو کې وکيلان ونه توانېدل کوم کانديد د جرګې د رئيس په توګه انتخاب کړي.
دغه رياست ته:
  • خان محمد وردګ.
    خان اغا رضايي.
    صديق احمد عثماني.
    او عبدالستار رحيمي ځانونه کانديدان کړي وو.
دا درېیم وار انتخابات دي چې پر يوې جنجالي رأی تر لانجې وروسته ترسره کېږي، دا لانجه د دې سبب شوه چې وکيلان دغه رايه باطله اعلان کړي.
پرون هم د رياست لپاره کوم کانديد د ٥٠ جمع يوې رأی په ګټلو بريالى نه‌شو.
د ولسي جرګې يوه استازي رمضان بشردوست نن عمومي غونډې ته وويل: "لومړى ټکى دا دى چې موږ د داخلي دندو اصول له قانوني لارو نه‌دي تعديل کړي، بلکې د مصلحت له مخې مو څنډې ته پرېښي دي."
شاوخوا يوه نيمه مياشت کېږي چې د نوې ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره لانجه روانه ده.
دغه لانجه څو وارې په لفظي، حتى فزيکي شخړې هم اوښتې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxedyxw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته