دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 188085
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د نړیوال بانک مخکېني رئیس ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړیوال بانک مخکېني رئیس شوبهم چوهدري ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه د هڅو د تقدیرولو په خاطر د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
په دغو مراسمو کې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د یاد مډال له ورکړې وروسته په افغانستان کې د مهمو پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې د ښاغلي شوبهم چوهدري د ریښتینو او موثرو هڅو مننه وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز ښاغلي چوهدري د مډال پر اخیستو او په افغانستان کې پر خپل ماموریت د خوښي د څرګندولو ترڅنګ جمهوررئیس غني ته  په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د افغانستان د اقتصادي او زیربنایي ودې په برخو کې د بریالیتوب هیله وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfccdytw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته