دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۸
د مطلب کود : 188693
مجتبی خواجه بغرا د کابل ښار یو تن مجرمانو څخه ونیول شو
د داخله وزارت خبر ورکوی چی جنایی جرمونو کې یو تن لاس درلودونکې مجتبی خواجه بغرا نوم کس نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند ددی خبری په اعلان سره ویلی دی چی مجتبی مشهور په خواجه بغرا د کابل ښآر بېلابیلو حوزو کې یو مشهور مجرم چی مسلحانه ترور او غلاوو او جپاولګری کې لاس درلود، ونیول شو.
ښاغلی رحیمی زیاته کړه: یاد کس د څو جرمونو سابقه هم لری چی د یو اوپراتیفی پلان په اساس د کابل ښار پنځلسم حوزه سیمی څخه د داخله وزارت جنایی جرایمو سره مبارزه ریاست منسوبینو له لوری نیول شوی دی.
د داخله وزارت د څو مده راهیسی د جنایی جرمونو مجرمینو د نیول کیدو لپاره اقدام کړی دی. نبی کوهبندی، حمید خراسانی، عنایت قچی او ځینی نور تبهکار باندونه نیول شوی یا هم دپولیس سره په نښتو کې وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcaoan6e49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته