دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۷
د مطلب کود : 189238
د کندهار مواشی بازار کې چاودنه/ ارګ وغندل
تیره ورځ د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالی کې یو مواشی بازار کې د چاودیدونکو موادو څخه ډک موترسایکل چاودنی له امله دری تنه وژل شوی او ۲۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

 

 

تادین خان، د کندهار ولایت امنیه قوماندان ویلی دی: چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چی عام خلګ په بازار کې رانیولو او خرڅولو باندی بوخت وو.

ښاغلی خان وویل چی ددی پیښی ټول قربانیان غیری نظامیان دی چی کوچنیان هم پکی شامل دی.

د کندهار ولایت میرویس روغتون مسوولین د ټپیانو شپږ تنو وضعیت ډیر خراب ریپورت ورکړی دی.

محمد اشرف غنی، افغانستان ولسمشر د یو اعلامیه په ترڅ کې ددی پیښی په وړاندی په غبرګون سره وویل چی د کوچنیانو او غیری نظامیانو او عامه تاسیساتو تر برید لاندی راوستل پردین باندی برید دی.

ارګ اعلانیه کې راغلی دی، په ډیر خواشینی سره طالبان نن ملکی وګړو باندی تروریستی برید په ترسره کولو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالی کې، د کوچنیانو په ګډون زموږ ځینی هیوادوال شهید او ټپیان کړی دی.

ولسمشر غنی ددی ترڅنګ چی دا برید وحشیانه بللی او غندلی دی، د کوچنیانو، ملکی وګړو او عامه تاسیساتو تر برید لاندی راوستل پر تمدن، دین او افغانستان ملی عزت باندی برید بللی او ویلی دی چی ددی ډول بریدونو عاملین، فاسق، فاجر او اسلام څخه ناخبره دی، د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری به خپل اعمالو جزا ته ورسیږی.

سربیره پردی چی ددی چاودنې مسؤولیت کوم ډله په غاړه نه دی اخیستی، د کندهار امنیه قوماندان طالبانو ډله ددی برید مسؤول بللی دی.

 
https://avapress.com/vdcgwy9q7ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته